افغانستانخبرونه

طالبانو خوست او جوزجان کې ۱۳ تنه په دْرو وهلي

کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې په جوزجان او خوست ولایتونو کې یې ۱۳ کسان د بېلا بېلو تورونو له امله په دْرو وهلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې دوه ښځې د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرم  هر یوه ۳۹ دُرې وهل شوي او په درې کاله بند هم محکوم شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په خوست ولایت کې هم د درې میرمنو په ګډون نهه تنه د نامشروع اړیکو له امله د ۳۵ څخه تر ۳۹ پورې په دُرو ووهل شول.

د طالبانو د سترې محکمې په وینا، دا سزاګانې د خلکو او د دې ډلې د محلي چارواکو په حضور کې پلي شوې دي؛ خو د محاکمې د بهیر او تورنو کسانو ته د وکیل د لاسرسي په اړه کوم جزیات نه دي ورکړل شوي.

نړیوالو بشري حقونو بنسټونو څو ځله د افغانستان په محکمو کې د عادلانه محاکمې د نشتوالي او د بدني سزاګانو د کارولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.