
کابل ټیلیګراف – ۱۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د هند په شمال ختیځه سیمه کې د سختو سېلابونو له امله د تېرو څلورو ورځو راهیسې لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه دي.
رویټرز خبري اژانس د هوا پېژندنې ادارې د چارواکو له قوله هلته د لا زیاتو ورښتونو وړاندېنه هم کړې ده.
د حکومتي خبرپاڼې لمخې، د هیمالیا په سېکیم ایالت او شاوخوا سیمو کې د زرګونو بندپاتې سېلانیانو د را ایستلو هڅې هم روانې دي.