
کابل ټیلیګراف – ۱۲ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
رویټرز راپور ورکړی چې د روسیې او اوکراین پلاوي به نن (دوشنبه) د ترکیې په استانبول ښار کې د مستقیمو خبرو دویم پړاو پیل کړي.
دواړه پلاوي داسې مهال سره ویني چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پایته رسولو لپاره ډېر اختلاف شته او په تېرو لږ تر لږه ۴۸ ساعتونو کې جګړې زور اخیستی دی.
د روسیې او اوکراین د خبرو اترو لومړی پړاو چې ۱۶ میاشتې مخکې و، په پایله کې یې زیات بندیان خوشي شول خو د اوربند یا د جګړې د پاېته رسولو څرک هم پکې و نه لیدل شو.