
( کابل ټيليګراف (کب ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د سوریې د نوي حکومت او کرد بیلتون پالو یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې کردان د احمد الشرع تر مشرۍ د حکومت تر چتر لاندې له خپلو حقوقو برخمن وي او د سوريې پر ټولو پولو به د احمدالشرع حکومت کنټرول ولري.
وروسته تر هغې چې د هیات تحریر شام ډلې د احمدشرع په مشرۍ د بشارالاسد حکومت رانسکور کړ نوموړی د لنډ مهال لپاره د دې هیواد مشر وټاکل شو.
احمدالشرع په داخل او بهر کې هڅې پیل کړي چې سوریه له سخت حالت وباسي، تازه یې د کرد بیلتون پالو سره چې د بشر الاسد له مخالفو ډلو بلل کېده او د سوريې په ډیرو برخو یې واک درلود یو موافقه لاسلیک کړې چې له مخې به یې د سوريې ټوله خاور د حکومت تر کنټرول لاندې راشي.
یاده مواقفه چې د روان کال په پای کې به پيل شي د عراق او ترکیې سره په پوله به واک د حکومت ولکه ټینګه شي، همداراز د دې هېواد زندانونه چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش نژدې ۹۰۰۰ مشکوک غړي پکې بندیان دي، د حکومت تر ادارې لاندې راځي.
بل لوري ته د سوریې کردان به هم د دې موافقې له مخې په خپله ژبه د تعلیم په ګډون چې د اسد د واکمنۍ پرمهال ممنوع و، د اساسي قانون په اساس خپل تثبیت شوي حقونه ترلاسه کړي او سلګونه زره کردان به چې د څوارلس کلنې کورنۍ جګړې پرمهال له خپلو مېنو وتلي وو، خپلو کورونو ته ستانه شي..
دا موافقه د سوریې لپاره یوه لویه بریا بلل کېږي او دې ته به امکان برابر کړي چې د سوریې ټول ځواکونه د هیات تحریر شام ډلې د مشر احمدشرع په مشرۍ د یو حکومت تر ادارې لاندې راولي.