افغانستانخبرونه

اوکراین او روسیې ۳۰ ورځنی اوربند وکړ

کابل ټیلیګراف – ۲۲ کب د ۱۴۰۳ لمریز کال

په سعودي عربستان کې د اوکرايني او امریکايي چارواکو ترمنځ  د مذاکراتو وروسته، کېیف د امریکا له خوا د روسیې سره د ۳۰ ورځني اوربند وړاندیز منلی دی.

د اوکراین لخوا د دې وړاندیز د منلو  سره هم مهاله امریکا هم د یاد هېواد سره د نظامي مرستو بیا پیلولو او د معلوماتو شريکولو په اړه هوکړه کړې ده.

دغه مذاکرات چې تېره ورځ (سه‌شنبه، د کب ۲۱ مه) په جده ښار کې ترسره شول، دواړو خواو موافقه کړې ، چې ډېر ژر به د معدني منابعو په اړه یو تړون لاسلیک کړي.

له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي به یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته د ورتګ بلنه ترلاسه کړي.