افغانستانخبرونه

میدان وردګو کې د کوچیانو او خلکو شخړه؛ پلار ټپي او دوه زامن یې وژل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۲ کب د ۱۴۰۳ لمریز کال

‎په میدان وردګو ولایت کې ځایي طالب چارواکي وایي چې د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د کوچیان او ځایي اوسېدونکو ترمنځ شخړه شوې چې له امله یې د یوې کورنۍ درېیو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د میدان وردګو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د سید اباد ولسوالۍ شنیز درې اړوند جنګجای سیمه کې شوې ده.

سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې یو پلار ټپی دی او دوه زامن یې کوچیانو وژلي.

امنیه قوماندانۍ لیکلي چې په دې تړاو یې شپږ کسان نیولي دي.

په افغانستان کې د کوچیانو او ځایي اوسېدونکو ترمنځ شخړې اوږد تاریخ لري، چې تر ډېره د ځمکو، اوبو، او مالدارۍ پر سر رامنځته کېږي. دا ستونزه په ځانګړې توګه په میدان وردګ، غزني، پکتیا، لوګر، او دایکنډي ولایتونو کې زیاته لیدل شوې.