
کابل ټیلیګراف – ۲۳ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
د طالبانو د کډوالو وزارت وایي، د ډنمارک د کډوالو ټولنې جيآراس او د افغانستان د کلیو د بیارغونې ادارې یې سره د ۷ میلیونه ۳ سوه ۸۵ زره او ۸۵۰ امریکایي ډالرو په ارزښت څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې هوکړه لیکونو له مخې دغه موسسې به پورتنۍ پیسې په کابل، هرات، فراه، ننګرهار، نورستان او کونړ ولایتونو کې د نغدي پیسو په وېش، د سرپنا د ساتنې او ښه والي، د لمریزې بریښنا یا سولرونو دوسایلو کڅوړو، ظرفیت جوړونې او د فني او حرفوي زدکړو په برخو کې لګوي.
سرچېنې لیکلي چې له دغو هوکړه لېکونه په ترڅ کې له مرستو څخه به سلګونه کورنۍ ګټه واخلي.