
( کابل ټيليګراف (کب ۲۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوې اډې وسله وال لومړی موټر بم چاودنه او وروسته وسله واله حمله شوې ده.
د راپورونو له مخې، لومړی یوه بریدګر په دغه پوځي اډې موټر بم چاودنه وکړه او له چاودنې وروسته بریدګر له پاکستاني پوځیانو سره په نښته پیل وکړ.
ځینې سرچینې ادعا کوي چې د دې چاودنې له امله د پاکستان د پوځ اډې یو شمېر برخې ویجاړې شوي او ګڼ شمېر پوځیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
بلخوا د پاکستان پوځ ویلي، چې یاده حمله یې ناکامه کړې او له نهه تنو څخه یې اته بریدګر وژلي، خو دوی په دغه پېښه کې خپل تلفات ندي ښودلي.