نړۍ

ولادیمیر زېلنسکي: په خپل پوځ کې نوي اصلاحات راوستل

( کابل ټيليګراف (کب ۲۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په ځپل پوځ کې نوي اصلاحا راوستل چې له مخې یې تورن جنرال انډري هناتوف د اوکراین د دفاع وزارت د نوي لوی درستیز په توګه وټاکه.

د اوکراین د دفاع وزیر دفاع وزیر په یوې خبر پاڼه کې ویلي چې په خپلو پوځي لیکو کې دومدار تغیرات راولي تر څو ځواکونه یې لا جنګ ته چمتو اوسي وايي د تغیر او تدبیل څخه یې موخه په مدیریتي سیستم کې بدلون راوستل دي

نوی ټاکل شوی لوي درستیزجنرال هناتوف ۲۷ کلنه پوځي تجربه لري او د سمندري ځواکونو د لوا د قوماندان او د ختیځ دونیستک سیمه کې د ځواکونو د مشری په څېر لوړو موقفونو کې په دنده پاتی شوی دی

بل پلو پخوانی لوي درستیز برهیلیویچ به اوس د پوځي معیارونو څارنې په برخه کې ګمارلی دی.

اوکراین په داسې حال کې د خپلو ځواکونو د لیکو د پیاوړتیا لپاره کار کوي چې د ګاونډي روسیې سره یې د جنګ څلورم کال پوره کیدونکی دی او تر څنګ یې د امریکا او سعودي له لوري هڅه روانه ده چې د دواړو لوریو ترمنځ د جنګ روانې کشالۍ ته د حل لاره پیدا کړي.

په داسې حال کې چې ا اوکراین ولسمشر وار له مخې ویلو و چې روسیه د سولې نیت نلري او غواړي  جنګ ته دوام ورکړي