لوبې
کوربېن بوش: د پي ایس ایل پرېښودو له امله پاکستانی کرکټ بورډ یې غوصه کړی

( کابل ټيليګراف (کب ۲۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د سویلي افریقا چټک توپ اچونکی کوربین بوش چې د ای پي ایل سیالیو په بولۍ کې کومې لوبډلې وانخیست وروسته بیا د پاکستان لیګ پي ایس ایل کې د پېښور زلیمو لوبډلې اخیستی و
تازه د یو لوبغاړي لیازد ویلایمز د تپي کېدو له امله ممبي اینډینز لوبډلې ورسره قرارداد کړی او د خپلې لوبډلې برخه یې ګرځولی نوموړی د پاکستان لیګ د پرېښود پرېکړه کړې چې دې خبرې د پاکستان کرکټ بورډ او پاکستاني کرکټ مینوال په غوسه کړي دي او د هغه تګ یې د پاکستان د کرکټ لیګ سپکاوی بللی دی
د هندوستان کرکټ لیګ ای پي ایل سیالۍ به ۶ ورځې وروسته پیل شي.