افغانستانخبرونه

د مقاومت جبهه :تازه بریدنو کې یې پنځه طالبان وژلي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د مقاومت جبهي په تازه یوې خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي چې په خپلو تازه بریدونو کې یې پنځه طالبان وژلي دي

د دوي پر وینا چې یاد بریدونه یې  په کابل او کندوز ولایتونو کې ترسره کړي چې په پایله کې یې یاد شمېر طالبانو ته مرګ ژوبله اړولی ده.

یادې جبهې د خپلو یادو  بریدونو په تړاو په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي چې د دوي وسله والو یې لومړی برید د کابل ولایت په خواجه سرای سیمه کې پر طالبانو کړی، چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي  او دوهم برید بیا د یاد ولایت په میربچه ولسوالۍ ته څېرمه د طالبانو په پوستې کړی، چې یو طالب وسله وال یې وژلی او یو بل یې ټپي کړی دی

د مقاومت جبهې  په دې خبر پاڼه کې زیاته کړې چې خپل بل برید په  کندوز ولایت کې د خان اباد ولسوالۍ اړوند پر طالبانو کړی، چې دوه طالب وسله وال یې پکې وژلي دي.

دوي همدرانګه زیاته کړې چې په یادو بریدونو کې د طالبانو یو شمېر وسلې د دوی وسله والو ته په لاس ورغلي دي.

یاد جبهي دا هم ویلي چې په دې بریدونو کې د دوي کسانو او ملکي وګړیو ته کوم زیان نه دی اغوښتی

خو د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې بیا مقاومت جبهه تورنه شوې وه چې په خپلو بریدنو کې ملکي وګړیو ته پام نه کوي او په ترسره شویو بریدونو کې یې ملکي وګړیو ته زیان اړولی دی.

طالبانو بیا د مقاومت جبهې د ادعا په تړاو تراوسه څه نه دي ویلي