
کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې یو شمېر اوزبیکستاني پانګهوالو د افغانستان په کانونو او ودانیزو چارو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد له یو شمیر ازبکستاني سوداګرو سره وکتل.
زاهد په دغه لېدنه کې دوی هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې د کورنیو او بهرنیو پانګهوالو لپاره هر ډول ملاتړ ته چمتو دی.
افغانستان او ازبکستان له تاریخي پلوه نږدې اقتصادي او تجارتي اړیکې لري. ازبکستان د افغانستان له مهمو سوداګریزو شریکانو څخه دی، چې د انرژۍ، ټرانسپورټ، کرنې، او کانونو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
د ۲۰۲۱ کال له واک ته رسېدو راهیسې، طالبان هڅه کوي چې د افغانستان اقتصادي ستونزې حل کړي او بهرني پانګهوال جذب کړي. د کانونو سکټور د دوی لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه افغانستان غني طبیعي زیرمې لري، چې په نړیوال بازار کې لوړه اقتصادي ارزښت لري.