افغانستانخبرونه

طالبان: ځينې هېوادونه د افغانستان او نړۍ تعامل جوړېدو لپاره خنډ جوړوي

کابل ټیلیګراف – ۲۱ حوت ۱۴۰۳

د طالبانو مرستیال ویاند وایي، له نړيوالې ټولنې سره د مثبت تعامل هڅه کړې، خو ځيني هېوادونه یې ترمنځ د تعامل پر وړاندې خنډ جوړوي.

فطرت د ملګرو ملتونو له سازمان څخه غوښتې چې پرېکړې په خپلواکه توګه وکړي او د نورو تر تاثیر لاندې را نه شي.

هغه ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان خپلواکې پرېکړې وکړي، افغانستان به په نړیواله ټولنه کې خپل ځای پیدا او په ملګرو ملتونو کې خپله څوکۍ ترلاسه کړي.

د ده په خبره، که د ملګرو ملتونو پرېکړې د هغو هېوادونو، چې د افغانستان په جګړه کې ښکېل وو، تر تاثیر لاندې وشي، طبیعي ده چې ستونزه د دوی له لوري ده او افغانستان خپل مسولیت ادا کړی دی.