خبرونهنړۍ

امریکا یو ځل بیا د یمن په څو ځایونو بریدونه کړي

( کابل ټیلیګراف – ۲۹ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

د امریکا له خوا یو ځل بیا په یمن کې په څو ځایونو بریدونه شوي دي، چې له امله یې د جګړې د زیاتېدو اټکلونه زیات شوي دي.

د حوثي رسنیو ویلي، د صنعا او الحدیده په ګډون امریکا د یمن په لسو مهمو ځایونو بریدونه ترسره کړي دي او په وینا یې دوی له امریکا سره د جګړې په حالت کې دي او د جګړې د شدت د زیاتېدو احتمال شته.

هغه زیاته کړه چې متحده عربي امارات او سعودي عرب باید په جګړه کې بې‌طرفه پاتې شي، او تر هغه چې د غزې محاصره ختمه نه شي، جګړه به پای ته ونه رسېږي.

 یمني حوثیانو ویلي چې که په غزه کې تېری پای ته ونه رسېږي، نو دوی به پر اسرائیلو بریدونه زیات کړي.

تر دې وړاندې د مارچ په ۱۶، امریکا په یمن باندې هوايي بریدونه کړي وو، چې په پایله کې یې ۲۴ کسان وژل شوي وو.