
( کابل ټیلیګراف – ۲9 کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
ایراني چارواکي وایي، د بېلا بېلو جرمونو له امله په دغه هېواد کې د ۶ میرمنو په ګډون ۱۴۹ بندیان یې افغانستان ته وسپارل.
د یاد هېواد د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال ویلي، دغه بندیان یې د ایران او طالبانو حکومت ترمنځ د هوکړې له مخې افغانستان ته سپارلي.
نوموړي زیاته کړه، یاد کسان په سیستان او بلوچستان، سمنان، یزد او هرمزګان بندخونو کې بندیان وو، چې د یو لړ رسمي مراحلو له بشپړیدو وروسته افغانستان ته وسپارل شول.
هغه وایي، دغه بندیان به د بند پاتې موده پخپل هېواد کې تیره کړي.