کابل ټیلیګراف – ۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
کابل ته د امریکايي پلاوي تر سفر او د دې پلاوي له غوښتنو وروسته طالبانو د دې هیواد بندي وګړی جورج ګلزمن له بند ازاد کړ یاد پلاوی چې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم ورسره مل و طالبانو سره تر ناستې وروسته یې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې طالبانو ورسره ژمنه کړې چې د دې هېواد بندي جورج ګلزمن به له بند ازاد کړي د خلیلزاد په وینا چې طالبانو دا کار د ډونالډ ټرمپ او د امریکا ولس ته د ښه نیت او ارادې د ښودنې لپاره کړی دی چې د نوموړي تر خبرو یوه ورځ وروسته ګلزمن له بند ازاد شو
خو هغه د افغانالاصله امریکايي محمودشاه حبیبي په اړه نه د یاد پلاوي کوم غړي څه ویلي او نه طالبانو د هغه خوشې کېدو په اړه کومه خبره کړې
بل پلو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تامي بروس رسنیو په سره خبرو کې ویلي چې د طالبانو له زندان څخه د امریکا وګړي جورج ګلزمن خوشې کیدل د دوي لپاره د خوښې خبر دی، هغې زیاته کړې چې د طالبانو له زندان څخه د ټولو امریکايي بندیانو خوشې کولو ته ژمن دي او په دې اړه یې هڅې روانې دي چې په خبره یې د جورج ګلزمن خوشې کول یې یوه برخه وه
په کابل کې بیا د امریکايي پلاوي او طالبانو د خبرو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي خو د چارو شنونکي وايي چې د امریکايي بندي جورج ګلزمن له خوشې کیدو ښکاري چې طالبان او امریکا د اړیکو نوي پړاو ته داخلیدونکي دي
بل پلو که څه هم طالبانو د افغانالاصله امریکايي محمودشاه حبیبي بندي کېدل د دوي سره بار بار رد کړي خو ورور یې احمدشاه حبیبي رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې امریکايي چارواکو ډاډ ورکړی چې ورور به یې ډير ژر د طالبانو له زندان څخه ازاد شي
محمودشاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ پر۱۰مه نېټه په کابل کې نادرکه شوی و چې بیا وروسته یې د کورنیو غړیو او امریکايي چارواکو وویل نوموړی د امریکا سره بندي دی
.
طالبان په داسې حال کې دغه امریکايي وګړی خوشې کوي چې پنجشنبه یې په کابل کې د دوه بریتانویو وګړو محکمې ته د وړاندې کولو خبر ورکړی و