خبرونهنړۍ

ټرمپ د امریکا د پوهنې وزارت د تړلو امر لاسلیک کړ

( کابل ټیلیګراف – د وري لومړۍ ۱۴۰۴ لمریز کال )

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد د پوهنې وزارت د تړلو امر لاسلیک کړ.

هغه ویلي، د امریکا متحده ایالاتونو د ښوونځیو تعلیمي معیار ډېر ټیټ شوی دی، زده کوونکو ته ان بنسټیزه ریاضي هم نده زده، خو د پوهنې وزارت لویې، لویې ودانۍ لري او له همدې امله د دغه هېواد د پوهنې وزارت تړو.

ډونالډ ټرمپ وویل: تر دې وروسته به ایالتي والیان پخپله د پوهنې چارې له نږدې څآري او په یاده پرېکړه دوی ټولو ورسره خوښي ښودلې ده.

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د معدنیاتو په اړه به د اوکراین سره د امریکا تړون ډېر ژر وشي.

د هغه په وینا د معدنیاتو د امریکایي تولید د زیاتولو امر یې هم لاسلیک کړی دی.