خبرونهلوبې

ای پي ایل لیګ سبا پېلږي خو لومړۍ لوبه کې د باران اټکل شوی

( کابل ټیلیګراف – د وري دویمه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د کرکټ نړۍ ستر خصوصي لیګ ای پي ایل سبا د اتو لوبډلو په ګډون په هندوستان کې پیلیږي چې د کرکټ نړۍ ستر لوبغاړي او تبصره کوونکي یې ګډونوال دي.

د کلکتې لوبغالی چیرته چې به سبا د یاد لیګ د پرانیستې مراسم او لومړۍ لوبه کې د باران اټاکل دی او هلته پرون د جمعې په ورځ هم ټوله ورځ باران وریدلی دی.

په دغو سیالیو کې د نورې نړۍ ترڅنګ د افغانستان له کرکټ ملي لوبډلې هم پیاوړي لوبغاړي شتون لري چې راشد خان او کریم جنت به د ګجرات عظمت الله عمرزی به د پنجاب کینګز نور احمد به د چینايي رحمن الله ګربز به د کلکتې فضل الحق فاروقي به د راجستان ریلز او مجیب الرحمن به د ممبي لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړي.