
( کابل ټیلیګراف – د وري دویمه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د افریقايي هېواد نایجر کې پرون د جمعې د لمانځه ادا کولو پر مهال په یوه جومات ترهګریز برید شوی، چې له امله یې ۴۴ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ دغه پېښه د نایجر هېواد په کوکورو سیمه کې رامنځته شوې ده.
د یاد هيواد د کورنیو چارو وزارت ویلي، ترهګرو دا برید د ماسپښین پر مهال هغه وخت وکړ کله چې خلکو په جومات کې لمونځ ادا کاوه>
دغه وزارت زیاته کړې، ترهګرو جومات محاصره کړ او خلک یې په نښه کړل، چې له هغې وروسته برید کوونکو محلي بازار او کورونو ته هم اور واچاوه.
د کورنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ترهګرو په برید کې ۴۴ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د نایجر حکومت د ترهګرو په برید کې د ۴۴ وګړو د وژنې وروسته په دغه هېواد کې درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی دی.