
( کابل ټیلیګراف – د وري دویمه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پرون د یوې چاودنې په ترڅ کې ۱۷ تنه ټپیان شوي دي.
د را پورونو له مخې؛ دغه چاودنه د ګرشک ښار په یوه بازار کې رامنځته شوې، چې د پېښې ټپيان په یاد ولایت کې ایمرجنسي روغتون ته لیږدول شوي دي.
د یاد روغتون سرچینو ویلي، چې په ټپيانو کې د ۵ تنو روغتیایي وضعیت هم نازک دی.
تر اوسه روښانه نده، چې دا چاودنه د څه په وسیله رامنځته شوې.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.