خبرونهنړۍ

اسرائیلي پوځ د غزې یوازینی د سرطان ناروغۍ روغتون هم ویجاړ کړ

( کابل ټیلیګراف – د وري دویمه ۱۴۰۴ لمریز کال )

عربي رسنۍ وایي، د ترکي – فلسطین دوستۍ روغتون چې د شارع صلاح الدین په نږدې سیمو کې یې موقعیت درلود، د اسرائیلو په تازه بریدونو کې په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی.

د را پورونو له مخې؛ دغه روغتون ۶ کاله وړاندې د ترکیې هېواد لخوا د ۳۴ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت رغول شوی وو، چې هر کال به یې د لس زره ناروغانو درملنه کوله.

د یادونې وړده، چې تېرو ورځو کې اسرائیلي پوځ د غزې د جګړې د بندیدو تړون ماتولو سره  د نتساریم کوریډور سیمه بیا نیولې او د شمالي او جنوبي غزې ترمنځ په مهم سړک شارع صلاح الدین یې د هر ډول تګ راتګ بندیز لګولی دی.

په تېرو درې ورځو کې په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۶ سوو څخه زیات فلسطیني وګړي وژل شوي چې له درې سوو زیات یې میرمنې او ماشومان دي.