افغانستانخبرونه

بلخ کې یو ځوان په چړو د وهل کېدو له امله مړ شوی

( کابل ټیلیګراف – د وري دویمه ۱۴۰۴ لمریز کال )

د بلخ سیمه‌ییز سرچینې وايي چې یو ځوان د دې ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې په چړو د وهل کېدو له امله وژل شوی دی. 

د سرچینو په وینا، دا پېښه د مزارشریف ښار د اتمې حوزې په «بخدي» سیمه کې رامنځته شوې ده. 

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دا ځوان لومړی د یو شمېر کسانو سره د لفظي شخړې په ترڅ کې ټپي شوی او بیا د وینې بهېدنې له امله مړ شوی دی. 

سرچینې وايي چې دغه ځوان «عادل روزي» نومېده او د پخواني حکومت د یوه نظامي قوماندان مجید روزي وراره و.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه ندي ویلي.