
( کابل ټیلیګراف – د وري دویمه ۱۴۰۴ لمریز کال )
په کندهار ولایت کې سرچینې وایي، یوې میرمنې په یو ځل څلور ماشومان زیږولي دي.
په دغه ولایت کې د سپین بلولدک روغتیایي مسؤل کریم الله وایي، د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوې میرمنې په یو ځل څلور ماشومان زیږولي، چې یو تن یې مړ او درې نور یې ژوندي دي.
هغه ویلي، یاده میرمن د درې ماشومانو سره د لا زیاتې پاملرنې په موخه د میرویس مرکزي روغتون ته لیږدول شوې ده.