
کابل ټیلیګراف – ۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
په تورخم کې ځایي سرچېنې وایي چې دغه لویه لار نن سهار د هر ډول تګ او راتګ پر مخ پرانیستل شوه
د تورخم لار شاوخوا یوه میاشت مخکې پاکستان د طالبانو له لوري د پوستو جوړولو په غبرګون کې وتړله.
د دواړو غاړو د هوکړې له مخې، د تېرې چهارشنبه په مازدیګر د بار وړونکو موټرو پر مخ د تورخم دوازه پرانیستل شوه او ټاکل شوې وه چې تېره ورځ د جمعې په ورځ به د ناروغانو او مسافرو پر مخ هم دروازه خلاصه شي خو چارواکو ویلي و چې هلته د ترمیم کارونه نه دي بشپړ شوي، نو ځکه نن هم تګ راتګ ته اجازه نه ورکول کېږي.
نن سهار یوې باوري سرچېنې کابل ټیلیګراف ته وویل چې دغه نن سهار اته بجې د هر ډول راتګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.