
( کابل ټیلیګراف – د وري دویمه ۱۴۰۴ لمریز کال )
په میدان وردګو ولایت کې تېر کال د طبیعي پېښو له امله ۱۹ تنه مړه شوي او شاوخوا ۵ زره کورنۍ د بېلا بېلو پېښو له امله زیانمني شوي دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي رئيس مولوي فیض الله جلالي ویلي، دغه پېښې د یاد ولایت په مرکز او ۸ ولسوالیو کې د تېر یو کال په موده کې رامنځته شوي دي.
هغه زیاته کړې، له زیانمنو کورنیو سره شاوخوا اتیا میلیونه افغانیو په ارزښت نغدي او د خوراکي توکو مرستې هم ترسره کړي دي.
هغه وایي، په یاده موده کې د طبیعي افتونونو له امله ویجاړ شوي ۲۵۵ د هستوګنې کورونه او ۵۵ کیلومټره سړک بیارغول شوې دي.