
( کابل ټیلیګراف – د وري 6مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د کابل ـ کندهار پر لویه لار د غزني ولایت په مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او ۶ نور ټپيان شوي دي.
په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ وایي، دغه پېښه بیګا د غزني اړوند قرباغ ولسوالۍ کې د هایلکس او ټونس موټرو د جنګېدو له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاتوي، په دغه پېښه کې یو تن مړ او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د دغه پېښې لامل د موټرو چلوونکو ګړندی تګ په ګوته شوی او ویل کیږي، د پېښې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.