مقالې

مخکې له دې چې افغانان د امریکا د نوي جمهور رئيس د خیر یا شر په تمه کېني، ښه به دا وي چې خپله سره منسجم شي.

لیکنه: شاه محمود میاخېل

‏مبارکياني چې خلاصې شوې بیا به وګورو چې د امریکا نوې جمهور ريس ډانالد ټرمپ، د څومره کسانو مبارکیانو ته مثبت ځواب وايي، د چا نه مننه کوي او د چا نه یې نه کوي؟

‏د امریکا لپاره په داخل کې او هم په نړۍ کې دومره لومړیتوبونه او چیلنجونه په مخکې دي چې حساب یې د افغانستان مستوفیان نشي کولې.

‏د هر چا لپاره خپله ګټه مهمه ده. امریکا به هغه څه کوي چې د امریکا په ګټه وي خو افغانان مخکې له دې چې د امریکا د نوي جمهور رئيس د خیر یا شر په طمعه وي، ښه به دا وي چې خپله سره په یو شمیر ملي ارزښتونو منسجم شي. ځکه د بهرني مشروعیت نه کورنۍ مشروعیت مهم دی چې یو قانونمند او مشروع حکومت رامنځته شي.

‏تجربې او تیر پنځوس کلن تاریخ ښودلې چې د نفې او انحصار د قدرت سیاست کار نه ورکوي. افغانان مخکې له دې چې د نورو نه د امید طمعه کوي او نور ملامتوي، نو ښه داده چې یو بل ومني، یوبل ته د قدر په سترګه وګوري او ټول د اساسي قانون په چوکاټ کې مساوي حقوق او ژوند وکړي.

‏دا ارزښتوته هم اسلامي دي، هم افغاني او هم انساني. که څوک بیا د اسلامي، افغاني او انساني کړنلارو خلاف مزل او عمل کوي، انجام یې د ځان او نورو بربادي ده. افغانستان او افغانان به همیشه په انزوا کې وي. د انزوا حالت د هیچا په ګټه نه دی.

‏په دې خاطر د نورو د پیژندلو نه د ځان پیژنده مهمه ده. که څوک خپل ځان ونه پیژني، ډانالد ټرمپ خو پریږده، خدای یې هم نه پیژني. (من عرف نفسه فقد عرف ربه)
‏چا چې ځان ونه پیژاند، هغه خدای هم نشي پیژندلاې.