افغانستانخبرونه

د یوناما مشرې له متقي سره د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې په اړه خبرې کړي

کابل ټیلیګراف – ۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د یوناما مشرې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې په افغانستان د نشه‌یي توکو په برخه کې پر مبارزې، خصوصي سکتور د پياوړتيا او د بانکدارۍ د ستونزو د هواري په اړه خبرې کړي دي.

طالبان ادعا کوي چې د مخدره موادو کر، تولید او قاچاق یې منع کړی، خو نړیوالې سرچینې لا هم د دې وضعیت د ثبات په اړه اندېښنه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما مشرې روزا اتونبایوا سره وکتل.

خبرپاڼه کې راغلي، اتونبایوا په دې کتنې کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د خپلې وروستۍ وينا، د امنيت شورا له خوا د يوناما د ماموريت د تمديد، او په نيويارک او ويانا کې د خپلو ناستو په اړه معلومات وړاندې کړل.

هغې دغه راز له متقي د نشه‌یي توکو په برخه کې پر مبارزې، خصوصي سکتور د پياوړتيا او د بانکدارۍ د ستونزو د هواري په اړه د ملګرو ملتونو پر هڅو خبرې کړي دي.

یاد وزارت لیکلي چې متقي د سرمنشي له ځانګړې استازې سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د افغانستان اسلامي امارت دريځ روښانه کړ او د اسلامي امارت د نظر د رعايت په صورت کې يې د ملګرو ملتونو په ټولو نوښتونو کې د همکارۍ ډاډ ور کړ.