افغانستانخبرونه

د طالبانو ویاند: له امریکا سره دښمني ابدي نه ده

کابل ټیلیګراف – ۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو ویاند ویلي چې له امریکا سره یې دښمني ابدي نه ده او هېوادونه باید له یو بل سره اړیکو ته دوام ورکړي.

طالبان اوس هڅه کوي چې د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو سره رسمي تعامل ولري.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد له العربیه شبکې سره په مرکه کې له امریکا سره د رسمي اړیکو پر ټینګېدو ټينګار کړی دی.

هغه زیاته کړې چې د نړۍوالو پالیسیو لمخې یې چاته شرط نه دی ایښی او امریکا هم باید د رسمي اړیکو د پاللو لپاره شرطونه کېنږدي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، له امریکا سره یې دښمني ابدي نه ده او هېوادونه باید له یو بل سره اړیکو ته دوام ورکړي.

مجاهد وايي، د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره رسمي اړیکې لري، خو دا جلا موضوع ده چې په رسنیو کې نه یادېږي.

د  ۲۰۲۱ کال په اګست کې د امریکا تر وتلو وروسته طالبان بیا واک ته ورسېدل، خو نړیوالو حکومت یې تر اوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.

امریکا د طالبانو حکومت ته محدودې استثنایي بشري مرستې ورکړي، خو سیاسي او اقتصادي بندیزونه لا هم پر ځای دي.