
( کابل ټیلیګراف – د وري ۶مه ۱۴۰۴ لمریز کال )
د ترکیې پولیسو اعلان کړی چې د چاناک قلعه ښار اړوند د آیواجیک ساحلونو کې یې د عملیاتو په ترڅ کې ۴۱ افغان او ایراني غیرې قانوني کډوال نیولي او بنديان کړي دي.
د دغه هېواد پولیسو ویلي چې په نیول شویو کسانو کې ۲۰ ماشومان هم شامل دي.
د ترکیې رسنیو د چهارشنبې په ورځ، د حمل په شپږمه راپور ورکړی چې دا کډوال د «غیرقانوني» کډوالۍ په حال کې وو او په یوه بادي کښتۍ کې د آیواجیک ساحلونو ته روان وو چې د سمندري ځواکونو له خوا وپېژندل شول.
د یادونې وړده، چې د ترکیې له لارې ډیری افغان او ایراني کډوال اروپا ته په قاچاقي توګه تګ کوي.