
کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پآکستان پوځ وایي، د د ډیورنډ کرښې سره یې د ترسره شویو تازه عملیاتو په ترڅ کې د هندي بادارانو لپاره عملیات کوونکي ۱۷ وسله وال وژلي.
دغه پوځ چې اوس د هند لخوا تر سخت فشار لاندې دی په پښتونخوا کې پراخ عملیاتونه شروع کړي او په دغه سیمه کې د وسله والو او هند د جاسوسانو په نوم کسان وژني.
د پاکستان پوځ زیاتوي د یادو کسانو په وژل کېدو سره په دې سیمه کې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د وژل شویو مخالفینو شمېر ۷۱ تنو ته ورسید.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو خبرپآڼه کې ویل شوي، چې امنیتي ځواکونو د ډیورنډ کرښې ته سېرمه پر حسنکېل شاوخوا سیمو کې تصفیوي عملیات پیل کړي، چې په ترڅ کې یې د دوی ۱۷ مخالفین چې د هندي بادارانو په لارښوونه یې عملیات کول، ووژل شول.
دوی زیاتوي، د وژل شویو کسانو څخه وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.