
کابل ټیلیګراف – ۹ وری – ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د څه باندې ۱۲۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د ټياېلاو (TLO) له موسسې سره د همکارۍ هوکړه لاسلی کړه.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړه د دغې ادارې د مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد او د اړیکو دفتر(TLO) موسسې د مرستیال عبدالرحیم خرم ترمنځ وشوه.
خبرپاڼه کې راغلی چې د هوکړې له مخې به د څهباندې ۱۲۸ زره ډالرو په ارزښت د یوې چاپیریالي پروژه کیږي.
سرچېنې لیکلي، یاده پروژه چې د ۲۰۲۵ زیږدیز پر مهال په مرکز او ولایتونو کې پلې کیږي، موخه یې د چاپیریالي ګواښونو پر وړاندې د خلکو عامه پوهاوی او د ظرفیت لوړول دي.