
کابل ټیلیګراف – ۱۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د چین د سوداګرۍ وزارت د امریکا له حکومته غوښتي چې ژر تر ژره دې یو اړخیزې تعرفې لغوه او اختلافات دې د خبرو له لارې حل کړي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چین د امریکا د دغو اقدامانو مخالف دی او د خپلو حقونو او ګټو د خوندیتوب لپاره به ځوابي اقدام وکړي.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ تېره ورځ (چهارشنبه) دغه هېواد ته پر ټولو واردېدونکو توکو د لس سلنې تعرفې سربېره، له چین څخه پر واردېدونکو توکو ۳۴ سلنې او پر اروپایي توکو هم ۲۰ سلنې تعرفه لګولې ده.
د چین او امریکا ترمنځ سوداګریزه جګړه په ۲۰۱۸ کال کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال پیل شوه، چې هغه وخت امریکا د چین پر سلګونو میلیاردو ډالرو ارزښت لرونکو وارداتو لوړې تعرفې ولګولې.
ټرمپ ادعا کوله، چې چین د “ناوړه سوداګریزو کړنو” له لارې د امریکا اقتصاد ته زیان رسوي. چین هم په ځواب کې د امریکا پر یو شمېر توکو تعرفې ولګولې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې سوداګریزه ترینګلتیا زیاته کړه.
په ۲۰۲۰ کال کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د “لومړي پړاو سوداګریز تړون” لاسلیک شو، چې له مخې یې چین د امریکایي توکو پېرودلو ته ژمن شو، خو د جو بایډن د واکمنۍ پر مهال، د سوداګریزې جګړې شدت کم شو. اوس، د ټرمپ د دویم ځل لپاره واک ته رسېدو سره، دا شخړه یو ځل بیا تازه شوې ده.