خبرونهنړۍ

د امریکا ۵۰ ایالاتونو کې ۶ سوه زره کسانو د ټرمپ ضد لاریون ته نوم لیکنه کړې

کابل ټیلیګراف  – ۱۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

سلګونه زره کسانو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایلان ماسک د پالیسیو او کړنو په ضد په ټوله امریکا کې سړکونو ته راووتل.

لږ تر لږه شپږ سوه زره کسانو د متحده ایالاتو په پنځوس ایالتونو کې د دې لاریونونو لپاره نوملیکنه کړې وه.
لاریون کوونکو هغه تختې په لاس کې لرلې چې پرې شعارونه لکه “په امریکا کې پاچاهي منع ده” او “ماسک وباسئ” لیکل شوي وو.
لاریون کوونکو د ټرمپ د حکومت پر هغو کړنو نیوکه وکړه چې زرګونه فدرالي کارکوونکي یې ګوښه کړي، د ټولنیزو خوندیتوب ادارې دفترونه یې تړلي، کډوال یې ایستلي، تعرفوي جګړه یې پیل کړې او د روغتیايي پروګرامونو لپاره فدرالي بودیجه یې کمه کړې ده.
په همدې حال کې، د ډونالډ ټرمپ د تعرفو د اغېزو له څرګندېدو سره، د اروپا څو ښارونو لکه پاریس، لندن، برلین، فرانکفورت او یو شمېر نورو کې د شنبې په ماښام د امریکا د ولسمشر او ایلان ماسک د مالي پالیسیو پر ضد لاریونونه وشول.