
کابل ټیلیګراف – ۱۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزې د ملکي دفاع ادارې ویلي چې د یکشنبې په ورځ د اسرائیلي هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۴۴ کسان شهیدان شوي دي.
اسرائیلي پوځ د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۸مه د غزې د اوربند تړون مات کړ او پر غزې یې تر ټولو سخت بمباري پیل کړه، چې له امله یې د مارچ له ۱۸مې څخه تر اوسه په غزه کې له ۱،۰۰۰ څخه زیات کسان شهیدان شوي دي.
د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود بصل په وینا، د یکشنبې له سهاره د اسرائیلي هوايي بریدونو په پایله کې د شهیدانو شمېر لږ تر لږه ۴۴ دی، چې له دې جملې څخه ۲۱ د خان یونس ښار اوسېدونکي دي.
په غزې د اسرائیلو د بریدونو له پیل څخه تر دې دمه د وژل شویو فلسطیني وګړو شمېر له ۵۵ زرو تنو څخه اوښتی.