
کابل ټیلیګراف – ۱۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې له ایران سره د درې میلیارده او ۳۰۰ ملیونه ډالرو په ارزښت سوداګري کړې ده.
د دغه وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له دې منځه ۵۵ میلیونه ډالره یې د افغانستان صادرات دي.
ده ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په ۱۴۰۳ کال کې درې میلیارده او ۳۰۰ میلیون ډالره وه چې له منځه یې ۵۵ میلیون ډالره صادرات او درې میلیارده او ۳۱۱ میلیون ډالره واردات وو.
بل خوا، یو شمېر ایراني رسنیو د ایران د ګمرک د رییس له قوله راپور ورکړی چې ایران د۲۰۲۴ کال د مارچ له ۲۰مې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر ۱۸مې د ۲.۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت غیرنفتي توکي افغانستان ته صادر کړي دي.
د دغه راپور له مخې، افغانستان په دې موده کې د ایران پنځم لوی صادراتي هدف و.