
کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ستره محکمه وایي، په فراه ولایت کې یې درې کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم او دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو په تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچېنې لیکلي ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې یو مجرم پر ۳۹ دُرو او دوه متهمين پر ۲۰ـ ۲۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم طالبانو په په میدان وردګو او بامیانو ولایتونو کې په دُرو وهلي وو.
د طالبانو دغه کار په وار وار په کور دننه او بهر غندل شوی دی.