خبرونهنړۍ

فرحان: د فلسطینیانو کوچول په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان، ویلي، له غزې څخه د فلسطینیانو کوچول، په هره بهانه چې وي، د منلو وړ نه دي.

هغه نن (جمعه) په ترکیه کې یوې غونډې ته وویل، چې نړیواله ټولنه باید پر اسرائیل فشار واچوي، ترڅو د غزې خلکو ته د مرستو رسولو زمینه برابره شي.

فیصل زیاته کړه، چې غزې ته د مرستو ورتګ باید د اوربند سره تړلی نه وي.

د یادونې وړده، چې دا مهال د اسرائیلو له لورې غزې ته د هر ډول مرستو مخه نیول شوې ده.