خبرونهنړۍ

شمالي وزیرستان کې درې پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د راپورونو له مخې، وسله‌والو کسانو د خیبرپښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان په ولسوالۍ کې پر هغو پاکستاني سرتېرو برید کړی، چې د تېلو او ګازو د یوه شرکت د ساتنې لپاره ځای پر ځای شوي وو. 

راپورونه وايي، چې په دې برید کې یو پاکستاني سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. 

پاکستاني چارواکو هم دا پېښه تایید کړې ده. 

تر اوسه هیڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو تحریک طالبان پاکستان په خیبرپښتونخوا کې پراخ حضور لري.