افغانستانخبرونه

په نیمزوز کې ۵۹ تنه چې په غیر قانوني ډول ایران ته تلل، مخنیوی شوی

کابل ټیلیګراف – ۲۴ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

طالبان وایي، د نیمزو ولایت په  لویه لار یې د هغه ۵۹ مسافرو د غیرقانوني داخلېدو مخنیوی وکړ، چې غوښتل یې په قاچاقي ډول ګاونډیو هېوادونو ته سفر وکړي.

دوی زیاته کړې، یاد کسان په یوه بس کې لیږدول کېدل، چې د عملیاتو پر مهال د یاد بس چلونکی هم نیول شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده د فرمان له مخې، په افغانستان کې د انساني قاچاق منعه شوی، خو بیکاري او د دغه ډلې فشارونو ځوان اړ کړي، چې په قاچاقي او نورو لارو له افغانستان څخه فرار وکړي.

ایران هغه هېواد دی، چې افغانان ترې په قاچاقي لارو ځآنونه تر اروپا پورې رسوي.