افغانستانخبرونه

د افغانستان له ۱۹ کلنو کمره عمره کرکټ لوبډلې هانګ کانک ته ماتې ورکړه

کابل ټیلیګراف – ۲۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې د نړۍوال جام غوراوي پړاو سیالیو په لړ کې له عمان وروسته د هانګ کانګ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې ته هم د  ۸ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

کرېکټ بورډ ویلي، افغان ځوانانو د سیالې هانګ کانګ لوبډلې د ۷۰ منډو هدف په ۱۵م اور کې د خپلو دوه لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ او دغه لوبه یې د ۸ ویکټو په توپیر وګټله.

په افغان لوبډله کې خالد احمدزي ۳۰ ناسوځېدلې، فیصل ۱۳ او لوبډلمشر محبوب خان ۲۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.