افغانستانخبرونه

په مزارشریف ښار کې د یوې میرمنې په ګډون ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټیلیګراف – ۲۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

سرچینې وایي، د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې چاودنه شوې.

د سرچینو په وینا، دا چاودنه نن سهار (دوشنبه، ۲۵ وری) شاوخوا ۸:۲۰ بجې د «سه‌دکان» جومات ته نږدې رامنځته شوې ده.

دا جومات د شیعه‌ګانو پورې اړوند دی.

د یو شمېر عیني شاهدانو په وینا، په دې چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې او درې نور کسان ټپیان شوي دي.

د شاهدانو په خبره، دا چاودنه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

په بلخ کې د طالبانو محلي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د دې سیمې جومات په ۲۰۲۲ کال کې د یوې خونړۍ ځانمرګي برید هدف ګرځېدلی و، چې په پایله کې یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.