
کابل ټیلیګراف – ۲۵ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو ستره محکمه وایي، په غزني ولایت کې دوه کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په غزني ولایت کې پر دوو تنو چې د “لواطت” په تور نیول شوي وو، د تعزیري سزا حکم پلی شوی دی.
د محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې یاد کسان هر یو له ۱۵ تر ۲۰ دورو وهلي شوي او همدارنګه، د ۶ تر ۸ میاشتو په تنفیذي بند محکوم شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره اونۍ څلور کسان قصاص کړل او هره ورځ خلکو ته تعزیري سزاګانې ورکوي.
د طالبانو دغه کار په وار وار په کور دننه او بهر غندل شوی خو دوی لا هم دوام ورکوي.