
کابل ټیلیګراف – ۲۶ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د بهرنیو چارو وزارت وایي، د تهران او واشنګټن ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو اترو دویم پړاو به په مسقط کې ترسره شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي بیګا ماښام وویل: د دوه اړخیزو مشورو وروسته پرېکړه شوې چې دا خبرې به د عمان په پلازمېنه کې دوام وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا خبرې به د شنبې په ورځ، د حمل په ۳۰مه ترسره شي.
تر دې مخکې ځینو رسنیو او د اروپا او سیمې د هېوادونو سیاسي چارواکو ویلي وو چې د ایران او امریکا د غیرمستقیمو خبرو دویم پړاو به په روم کې ترسره شي.
د دې خبرو لومړی پړاو تېره اوونۍ په مسقط، عمان کې ترسره شوی و، چې ایراني او امریکايي چارواکو مثبتې او رغنده یې بللی وې.
په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو دویم پړاو ډېر ژر پیلېږي، د امریکا د منځني ختیځ لپاره ځانګړي استازي سټیو ویټکاف ویلي چې امریکا د ایران د اټومي پروګرام د بشپړې بندېدو په لټه کې نه ده.