افغانستانخبرونه

میدان وردګو کې دوه ماشومان اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوی

کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴

میدان وردګو ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د دغه ولایت په چک ولسوالۍ کې دوه ماشومان اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.

د یاد ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي، دا پېښه تېره ورځ له غرمې مخکې د چک ولسوالۍ اړوند د عربانو چهارشینې په کلي کې شوې ده.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې یاد دوه ماشومان د بې‌احتیاطۍ له امله د اوبو په یوه حوض کې لوېدلي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.