
کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو صنعت او سودګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یوه پلاوي پاکستان ته سفر وکړ.
صنعت او سودګرۍ وزارت د دې پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ، ترانزیټ او لېږد رالېږد برخو کې د پرتو خنډونو څېړل او لرې کول او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په وړاندې د شته ستونزو او ننګونو په اړه خبرې ښودلې دي.
په دغه پلاوي کې د اقتصادي معاونیت، د چارو ادارې لوی ریاست، او د بهرنیو چارو، مالیې، د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو، ترانسپورت او هوایي چلند او د کرنې وزارتونو سربېره د کرنې تولیداتو، سوداګرۍ او پانګونې خونو استازي هم برخه لري.