
کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسیې پوځي محکمې د دغه هېواد یو سرتیری چې له جګړې تښتیده او پلان یې درلوده، چې پخپله خوښه اوکرایني ته تسلیم شي، په ۱۵ کاله بند محکوم کړ.
روسیې همداراز پنځه نور کسان چې عمرونه یې، له شلو ښکته دي، د چورلکې او اوسپنې پټلۍ تجهیزاتو ته د اوراچولو په تور د بند سزا ورکړې ده.
پر دوی تور دی چې د اوکراین په پلوي یې، دغه کار کړی دی.
په ورته مهال د روسیې کرسک کې د اورکراین د بېپېلوټه الوتکو برید کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان دي.
برید کې دوه کورونه او ۱۵ موټر هم ویجاړ شوي دي.