افغانستانخبرونه

هنګاو: په قزوین زندان کې د افغانستان دوه وګړي اعدام شول

کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د بشري حقونو سازمان هنګاو راپور ورکړی چې د افغانستان دوه وګړي، ربیع شاه‌مراد او وسیم احمد، د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د ایران په قزوین زندان کې اعدام شول.

د دې سازمان د اعلامیې له مخې، دا دوه افغان وګړي د « نشه یي موادو پورې اړوند تورونو» له امله نیول شوي او د ایران د قضايي نظام لخوا په اعدام محکوم شوي وو.

هنګاو زیاته کړې چې دا دواړه کسان ماما او خورین وو او د کندز ولایت اوسېدونکي وو.

دوه ورځې وړاندې په سعودي عربستان کې هم یو افغان د نشه یي توکو د قاچاق په تور اعدام شو.