
کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
په بلخ ولایت کې طالبان وایي، د قزاقستان له لورې افغانستان ته را لیږل شوې د بشري مرستو جوپه نن دوی ته وسپارل شوه.
دوی زیاتوي، په ۳۶ بار وړونکو موټرو کې بار دغه مرسته نن د پنجشنبې په ورځ د قزاقستان سفارت د یوه مسؤل ګازیز اکباسوف له لورې دوی ته وسپارل شوه.
ویل کیږي، په دغه مرسته کې چې د حیرتان بندر په مسیر بلخ ته لېږدول شوې، په کې زر ټنه اوړه، یو زرو ۲۴۳ ټنه وریجې، زر لیتره تېل، خیمې او کمپلې شاملې دي.
په ورته وخت کې د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان وکړ، چې په تېرو دوو اوونیو کې شاوخوا ۶۰ زره افغان کډوال په زور له پاکستانه ایستل شوي دي. دې ادارې د دې کورنیو د بحراني وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې سمدستي دې، د ملاتړي سرچینو د برابرولولپاره اقدام وکړي او د دې بحران په وړاندې باید بېتفاوته پاتې نشي.