افغانستانخبرونه

د امنیت شورا له لورې لا هم پر طالبانو بندیزونه دوام لري

کابل ټیلیګراف – ۲۹ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

وروسته له هغې چې روسیې طالبان د ترهګرۍ له تور لیست څخه ویستل،  د ملګرو ملتونو ویاند اعلان وکړ چې دا د روسيې خپلواکه پرېکړه ده او د ملګرو ملتونو په اړه د طالبانو په تړاو دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.

استفان دوجاریک زیاته کړه: د امنیت شورا له خوا د طالبانو پر غړو باندې بندیزونه لا هم دوام لري.

تېره ورځ روسیې اعلان وکړ، چې په رسمي ډول یې طالبان د ترهګرو ډلو له لیست څخه ویستل.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د یادې پرېکړې هر کلی کړی.